په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۴۶ ميليونه، ۵۹۴ زرو او ۱۹۱ تنو ته رسېدلی
cri2021-11-02 10:57:47
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړيوال سازمان د نومبر په لومړۍ نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا د همدې ورځې د ماسپښين تر۵ بجو ۴ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۲۹۶ زره او ۴۳۴ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۲۴۶ ميليونه، ۵۹۴ زرو او ۱۹۱ تنو ته رسېدلی دی. په همدغه موده کې د دغه ويروس له امله ۴۶۷۱ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۴ ميليونه، ۹۹۸ زرو او ۷۸۴ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)