د چين څلورم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر له ۲مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای ښار کې تر سره شي. د دغه نندارتون په اړه د بېلا بېلو هېوادونو انلاين نندارځي، د تصديو نندارځي او نورو اړوندو فعاليتونو مقدماتي چارې بشپړې شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به ۵۸ هېوادونه او ۳ نړيوال سازمانونه انلاين ګډون ولري او د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې ۳۰۰۰ تصدۍ به د تصديو په نندارتون کې راښکاره شي، چې د برخوالو هېوادونو او تصديو شمېر يې د درېٍیم نړيوال وارداتي نندارتون په پرتله زياتوالی ښيي. په دغه نندارتون کې له ۴۰۰ زيات نوي توليدات او تکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شي.