چين د ايران د اتومي تړون له بيا نافذېدو ټينګ ملاتړ کوي
cri2021-11-02 10:54:18
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په لومړۍ نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په اغېزمن ډول د ايران د هر اړخيز اتومي تړون نافذېدل د دې مسئلې د حل و فصل يوازېنۍ سمه لاره ده او چين د دې تړون له بيا نافذېدو ټينګ ملاتړ کوي.
امريکا چې د اوسني ذروي بحران جوړونکې ده، بايد پر ايران د سختو بنديزونو تګلاره پای ته ورسوي، څو ايران دغه تړون بيا مراعات کړي او اړوندې خواوې دې د دې موخې د پوره کولو لپاره رغنده رول ولوبوي.
د مالوماتو له مخې، د امريکا ولسمشر جوبايډن، د جرمني صدراعظمې انګېلا ميرکيل، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د بريتانيا لومړي وزير بوريس جانسون د تېر اکتوبر په دېرشمه نېټه موافقه وکړه او ويې ويل، چې د ایران اتومي تړون د بيا نافذېدو شونتيا شته او له ايران څخه يې غوښتنه وکړه، چې د دغه تړون د بيا نافذېدو لپاره دې ژر خبرې اترې پيل کړي.
ياد هيوادونه به په دې اړه له روسيې، چين او اروپايي ټولنې سره ژورې همکارۍ وکړي.
(شکريه)