په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر له ۵ ميليونو واوښت
CMG2021-11-03 15:03:41
شريکول:

د امريکا اې پي اژانس د نومبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړی، چې په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر له ۵ ميليونو زيات شوی دی.

د امريکا، اروپايي ټولنې، بريتانيا او برازيل په شمول د لوړ عايد لرونکو هېوادونو نفوس د نړيوال نفوس له يو په اتمې برخې سره برابر دی، خو په دغو هېوادونو کې د کرونا وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر په ګرده نړۍ کې د دغې وبا له امله د مړو شويو کسانو عمومي شمېر نيمه برخه ښي. د دغx وبا له امله په امريکا کې ۷۴۵ زره کسان مړه شوي، چې دغه شمېر د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی.