تر ٪۸۰ زیاتې تصدۍ د چین په څلورم نړيوال صادراتي نندارتون کې بيا ګډون کوي
CRI2021-11-03 14:37:05
شريکول:

ټاکل شوې چې د چين څلورم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر له ۵ مې تر ۱۰ مې نېټې پورې د دغه هېواد په شانګهای ښار کې ترسره شي. په سږني نندارتون کې د ګډون کوونکو تصديو شمېر د تېر کال د نندارتون په پرتله زيات دی او  ٪۸۰ يې په تېرو نندارتونونو کې هم ګډون کړی و. 

د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې د ليلام ،  فيشن ، د غلودانو ، موټرونو،  طبي وسايلو او سينګار توکو د جوړولو په برخو کې ډېرې مشهورې کمپنۍ او تصدۍ به په سږني نندارتون کې ګډون وکړي او ګڼ شمېر نوي توليدات به نندارې ته وړاندې کړي.

کارپوهان پدې باور دي، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون لاپسې مسلکي او اغېزمن شوی او ډېرو تصديو په ځلونو په دغه ننداتون کې ګډون او يو د بل څخه يې د نويو عصري تخنيکونو زده کړه کړې ده.