ويلادمير پوتين: د روسيې پوځ تر دوو زرو ډېرې بې پيلوټه الوتکې لري
cri2021-11-03 10:08:43
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ويلادمير پوتين د نومبر په ۲ مه نېټه د دغه هېواد په سوچي ښار کې وويل، چې اوس د روسيې پوځ تر دوو زرو ډېرې بې پيلوټه الوتکې لري.

نوموړي زياته کړه چې  پوځ به يې ډېر ژرد مصنوعي ځيرکتيا په شمول پر پرمختللې تکنالوژۍ سمبال شي.

(مينه)