چين له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د بشري حقوقو مسئلې ته د سياسي رنګ له ورکولو سره ټينګ مخالفت کوي
cri2021-11-03 10:54:25
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي اسمبلۍ په دې وروستيو کې د بشري حقوقو شورا د راپور سنجش غونډه تر سره کړه، چين او يو شمېر نورو هېوادونو پکې ګډ دريځ وړاندې کړی او د بشري حقوقو مسئلې ته د سياسي رنګ له ورکولو او د بشري حقوقو په پار د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې يې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په دوهمه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې چين د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د م.م د منشور او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو پر بنسټ د بشري حقوقو مسئلې ته د سیاسي رنګ له ورکولو سره ټينګ مخالفت کوي او د هر کس د بشري حقوقو د ساتلو لپاره به کوښښونه وکړي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د بشري حقوقو شورا د ګردو هيوادونو لپاره د متقابل درناوي او رغنده تګ راتګ همکاريز ډګر دی او د ناوړو تضادونو او سياسي مسابقو جوړول پکې د منلو وړ نه دي.
(شکريه)