د افغانستان لنډ مهالي حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستي د نومبر په ۲ مه نېټه رسنيو ته ويلي چې په همدې ورځ په پلازمينې کابل کې پر يو پوځي روغتون بريد شوی او بيا د سپکو وسلو ډزې شوې دي. نوموړي په دغه بريد کې د مړه شویو کسانو شمېر نه دی په ډاګه کړی. د افغانستان رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه بريد له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. يو عيني شاهد رسنيو ته ويلي چې د مړه شويو او ټپيان شويو کسانو شمېر د رسنيو له راپورونو څخه زيات دی.
(مينه)