د ۲۰۲۰م کال لپاره د چين د علومو او ټکنالوژۍ د ملي جايزې ورکولو غونډه ترسره شوه
cri2021-11-03 15:16:49
شريکول:

د ۲۰۲۰م کال لپاره د چين د علومو او ټکنالوژۍ د ملي جايزې ورکولو غونډه د نومبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.

په دغې غونډې کې ۲۶۴ علمي پروژو، ۱۰ ساينس پوهانو او يو نړيوال سازمان ته جايزې ورکړل شوې.
په دغې غونډې کې د چين د علومو او ټکنالوژۍ لوړه جايزه د چين د فضايي صنايعو شرکت پروفيسر ګو سونګ فن او د چینګ هوا پوهنتون پروفيسر وانګ دا جونګ ته ورکړل شوه.
د جونګ نان شان، هه جيان شينګ او ژن پي شين په مشرۍ د تنفسي ناروغيو د وقايې او کنټرول ډلې د ۲۰۲۰م کال د علمي او تخنيکي پرمختګ جايزه وګټله، د دوی علمي لاسته راوړنو نه يوازې په چين کې ګڼ شمېر خلک ژغورلي، بلکې د تنفسي ناروغيو د وقايې او تداوۍ په نړيوال سيستم کې يې هم مهم رول لوبولی دی. (شکريه)