چين: امریکا دې د سيمه يیزې سولې او ثبات لپاره زيات کارونه وکړي
cri2021-11-03 09:54:48
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې امریکا په افغانستان کې د وضعيت د تحول په موده کې له پاکستان، ازبکستان، قرغېزستان او څو نور هېوادونو څخه وغوښتل، چې په دغو هېوادونو کې د خپلو پوځيانو د ځای پر ځای کولو لپاره د اډو جوړولو اجازه ورکړي، خو دغو هېوادونو د امريکا دغه غوښتنه ونه منله.  روسيې د روان کال په جون کې امريکا ته ِغوڅ وويل، چې دوی د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د امريکايي پوځي اډې له جوړولو سره ټينګه مخالفت کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۲مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه وويل، چې ياد هېوادونه د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دي، دوی د سيمه يیزې سولې او ثبات ساتل خپل ګډ هدف بولي او له اړوندو هېوادونو سره نږدې همکارۍ کوي. نوموړي وويل، چې امريکا په افغانستان کې ۲۰ کاله جګړه کړې، چې د دغه هېواد او سيمې سوله او ثبات يې ډېر زيانمن کړي او په سيمه کې يې لوی بشري ناورين هم رامنځته کړی دی. امریکا بايد له خپلې ناکامۍ څخه درس واخلي، خپلې ناسمې پاليسۍ دې بدلې کړي، د سيمې د هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته دې درناوی وکړي او د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره دې زيات کارونه وکړي.