د سعودي ائتلاف : ۱۱۵ حوثي جنګيالي مو وژلي
CRI2021-11-03 09:52:42
شريکول:

د يمن خبري اژانس د نومبر په ۲ مه نېټه د سعودي عربستان په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د بيانيې له مخې خبر ورکړی، چې دغه ائتلاف په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يمن په ماريب کې د حوثي ياغيانو پر مورچلونو هوايي بريدونه کړي، ۱۱۵ حوثي جنګيالي يې وژلي او ۱۴ پوځي موټرونه يې ويجاړ کړي دي.

د سعودي ائتلاف د تېر اکتوبر له دوهمې نيمايي راهيسې هره ورځ د لسګونو آن سلګونو حوثي جنګياليو د وژلو ادعا کوي، خو حوثي ډله پدې اړه څه نه دی وايي.