د اقليمي بدلون مخنيوی رښتينو اقداماتو ته اړتيا لري
CRI2021-11-03 14:48:48
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين بينګ د نومبر په لومړۍ نېټه د کوپ ۲۶ کنفرانس (د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۶ م کنفرانس ) سرمشريزې ته په ليکلې وينا کې درې فقره ييز وړانديز وکړ، چې نړیواله ټولنه دې د اقليمي بدلون د مخنیوي لپاره څو اړخيزې موافقې عملي کړي،اغېزمن اقدامات دې غوره کړي او زرغون پرمختګ دې ګړندی کړي.

دغه وړانديز نړيوالو ته د اقليمي بدلون حل لاره په ګوته کړې ده.

رئيس شي په خپل وړانديز کې (اقدام) کلېمه ډېره کارولې او ويلي يې دي، چې د ننګونو د لرې کولو لپاره د نړيوالې ټولنې اراده لا ټينګه او خوځنده ځواک يې نورهم زيات شوی، خو لانور اغېزمن اقدامات يې ډېر مهم او په کار دي، ځکه زمونږ هدف  يوازې د اغېزمنو اقداماتو له لارې پوره کېدای شي.

اقليمي بدلون د نړيوالې ټولنې پر وړاندې له شته لويو ننګونو څخه شمېرل کيږي. رئيس شي جين پينګ له دې وړاندې په نورو نړيوالو مواردو کې هم ياد وړانديز کړی دی.

د کوپ ۲۶ کنفرانس د پرانيستلو په ورته وخت کې د هوا پېژندنې نړيوالې ادارې د روان کال د نړيوال اقليمي وضعيت راپور خپور کړ، چې له مخې يې په تېرو ۷ کلونو کې د هوا تودوخه بې سارې لوړه شوې او په ۲۰۲۰م کال کې د شنو خونو ګازو د ايستلو اندازه هم تر پخوا ډېره لوړه شوې او په روان کال کې نوره هم لوړیږي. سخته هوا د انسانانو ژوند ګواښي او نړيوالو ته پيغام ورکوي، چې بايد سمدستي او اغېزمن اقدامات غوره کړي.

رئيس شي جين پينګ څواړخيزم د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره ډېر مهم بولي او وايي، چې بېلابېل هېوادونه دې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون او پاريس تړون مراعت کړي، په ګډه دې مسئوليت پر غاړه واخلي، پرمختللي هېوادونه دې د کارونو په رأس کې قرار ولري او له پرمختيايي هېوادونو سره دې مرستې وکړي.

چين د زرغون پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او په تېرو لسو کلونو کې يې د سکرو برېښنا د ۱۲۰ ميليونو کيلوواټو جنراتورونه نه دي کارولي او پدې وروستيو کې يې د کاربن د ايستلو اندازې د کنټرول پلانونه هم جوړ کړي دي. چين همدارنګه ژمنه کړې، چې په بهرنيو هېوادونو کې به د سکرو برېښنا پروژې ترسره نه کړي.

د پاريس تړون د اجرائيوي سکرتر پټريسيا ايسپينوسا وايي،چې هغه له جي ۲۰ ډلې سره په تېره بيا چين سره نږدې اړيکې ساتي، ځکه چین د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې ټينګه اراده لري او د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره هڅې کوي.

د اقليمي بدلون مخنيوی د نړيوالو ګډو هڅو ته اړتيا لري او رښتينی اقدام او عمل کې يې ثابتونه تر پلانونو ډېرې اغېزې کوي!