چين ته د افغانستان د جلغوزيو صادرات بيا پېل شول
cri2021-11-03 14:40:09
شريکول:

د افغانستان ۴۵ ټنه جلغوزي د نومبر د لومړۍ نېټې په شپه د چین د شانګهای هوايي ډګر ته ورسېدل. په افغانستان کې د لوی سیاسي بدلون او واک ته د طالبانو له رسېدو دوه مياشتې وروسته، له دغه هيواد څخه چين ته په لومړي ځل د هوايي دهلیز له لارې جلغوزي صادر شول.

 د افغانستان د لنډمهالي حکومت مرستيال لومړي وزير عبدالسلام حنفي او په دغه هيواد کې د چین سفير وانګ یو د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د کابل په هوايي ډګر کې د جلغوزو هوايي دهليز د بيا پرانيستلو مراسم ترسره کړل.

  سفير وانګ یو پر خپلې ټويټرپاڼې د يادو مراسمو څو عکسونه خپاره کړي او ټول افغان چارواکي پکې ډېر خوشحاله ښکاري. طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د سختو اقتصادي ستونزو له امله له بېلا بېلو هيوادونو مرستې وغوښتې او ډېرې اندېښنې يې وګاللې او له چین سره د افغانستان دغه سوداګريزه معامله يې د خوښۍ او خوشحالۍ وړ بللې ده.

سرپرست مرستیال لومړي وزير عبدالسلام حنفي چين ته د جلغوزیو یادې جوپې د لېږد پر مهال په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا د ټولو افغانانو لپاره ښه زېری دی،ځکه له خپلو داخلي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې يې یو ځل بیا چین ته د جلغوزیو د صادراتو لړۍ پیل کړه.

د مالوماتو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د تېر اکتوبر په پای کې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت له پلاوي سره په کتنه کې چین ته د جلغوزيو د صادراتو لړۍ د بيا پيل په اړه موافقه وکړه او په لنډ وخت کې دغه کار له زياتو ستونزو سره سره پيل شو.

په افغانستان کې د چين سفير وانګ یو وويل، دغه لړۍ به تر راتلونکو څو میاشتو پورې دوام ولري، افغانستان به چین ته لسګونه زره ټنه جلغوزې صادر کړي او افغان بزګرانو ته به څو سوه ميليونه امريکايي ډالره عایدات ورسيږي. وي او اې امريکا غږ د یوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې چین له افغانستان سره د مستقيمې سوداګرۍ د بيا پیل کولو موخه د اقتصادي ستونزو او بشري بحران د ليرې کولو لپاره له دغه هيواد سره مرسته کول دي. دغه خبر بيخي سم دی.

چین نه یوازې د ښه ګاونډي په توګه، بلکې د یو مسئولانه لوی هېواد په توګه له افغانستان سره مرستې کړي او کوي يې، څرنګه چې چین نه غواړي، افغانستان د سختې بېوزلۍ او بشري بحران له امله د ترهګرۍ تر نفوذ لاندې بیا راشي. امريکا په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې څه وکړل او له دغه هېواد څخه د ځواکونو تر چټکې اېستنې وروسته يې کومې کړنې وکړې؟

امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ايستلو وروسته، په بهر کې د افغانستان څو ميليارډه ډالره پانګه کنګل کړه او څو ځلې يې ويلي، چې طالبانو د دوی غوښتنې نه دي پوره کړي او دغه پيسې به خوشې نه کړي.

کله چې چین له افغانستان سره د مرستې اعلان کړی، امريکا هم له افغانستان سره د مرستې ژمنې وکړې، سپينې ماڼۍ د تېر اکتوبر په ۲۸مه نېټه یو ځل بيا اعلان وکړ، چې افغانستان سره به د ۱۴۴ ميليونو ډالرو په ارزښت د بشردوستۍ مرسته وکړي او په دې توګه به له دغه هېواد سره د امريکا عمومي مرستې ۴۷۴ ميليونو ډالرو ته ورسېږي.

 پوښتنه دا ده، چې د امريکا دغه مرستې به څه وخت عملي شي؟ د دې تر څنګ، د امريکا د دفاع وزارت په تېر اکتوبر کې د نړیوالو رسنیو د فشارونو له امله دا ومنله، چې د تېر اګيست په پای کې يې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په موده کې افغان ملکي وګړي قصدي وژلي او ژمنه یې کړې، چې د قربانيانو کورنۍ ته به یې جبران ورکړي، خو د وژل شویو کسانو غمځپلې کورنۍ تر اوسه پورې هېڅ اړوند مالومات نه دي تر لاسه کړي. د امريکا دروغ بيخي د منلو وړ نه دي.

چین له زياتو ستونزو سره سره له افغانستان سره د ځانګړې الوتکې له لارې د جلغوزو مستقیمه معامله بيا پيل کړه، موخه يې دا ده، چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د ليرې کولو لپاره له افغانانو سره مرستې وکړي او ور پسې به د دغه هېواد نورې مسئلې ګام په ګام حل شي. چین تل پر دې دریځ تينګار کړی، چې د افغانستان برخليک بايد د افغانانو لخوا په خپله وټاکل شي او دا د یو مسئولانه هېواد په توګه، د چین دريځ ده.