د چين د بهرنيو چارو وزارت: د جلغوزو هوايي دهليز د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ نښه ده
CMG2021-11-03 17:10:39
شريکول:

 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په دويمه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د چين او افغانستان ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ هيڅکله نه دی بند شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرهنيزو توکو سوداګري د احيا په حال کې ده. افغان جلغوزي نه يوازې چينايانو ته خوند ورکوي، بلکې افغانستان ته بهرني اسعار ګټې رسوي او د ګڼ شمېر افغان بزګرانو ژوند ښه کولی شي.  د جلغوزو هوايي دهليز د چينايانو او افغانانو ترمنځ د لرغونې او تلپاتې دوستۍ نښه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو د ثابت پرمختګ څرګندويي کوي

نوموړي زياته کړه، چې افغانستان لا هم د بشر دوستۍ له سخت بحران او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. چين به د افغانانو اړتياوو ته مداومه پاملرنه وکړي او تر خپلې وسې پورې به ورسره مرستې وکړي.