شي جين پينګ د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه
CRI2021-11-04 21:44:15
شريکول:

د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون او د هونګچياو نړيوال اقتصادي فورم د پرانيستلو مراسم د نومبر پر ۴مه نېټه په شانګهای کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په انلاين ډول په دغو مراسمو کې وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې ورخلاصون د اوسني چين څرګنده نښه ده. چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګډون له شلو کلونو راهيسې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا او له ننګونو سره د مبارزې په برخو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او هم يې خپل نړيوال مسئوليت پر  غاړه اخيستی او نړۍ ته يې ګټې رسولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې چين له تېرو شلو کلونو راهيسې د مالونو د سوداګرۍ په برخه کې د نړۍ له شپږم مقام څخه لومړي ځای ته، د خدمتي چارو په سوداګرۍ کې د نړۍ له يوولسم مقام څخه دوهم ځای ته او په بهر کې د مستقيمو پانګونو په برخه کې د نړۍ په کچه له ۲۶م مقام څخه لومړي ځای ته رسيدلی او د بهرنيو پانګو د استعمال په برخه کې تر نورو پرمختيايي هېوادونو مخکښ دی.

شي جين پينګ وويل، چې د لوړې کچې د ورخلاصون پر پياوړتيا به د چين ټينګې اراده بدلي نه شي، له نړۍ سره د فرصتونو  شريکولو ته به دوام ورکړي او د پرانيستنې، ټولشموليت، ګډو ګټو، برابرۍ او ګډ پرمختګ پر لوري به د اقتصاد د نړيوال کېدو جريان وهڅوي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې چين به په ټينګه توګه د نړۍ ګډې ګټې وساتي. هغه زياته کړه، چې چين به په مداومه توګه په ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړيوال سازمان او نورو څو اړخيزو نظامونو په همکاريو کې فعال ګډون وکړي، په نړۍ کې به د واکسين او نورو مهمو طبي توکو له برابر وېش او سالمې سوداګرۍ څخه ملاتړ وکړي او د اقليمي بدلون ضد مبارزې، د نړۍ د حبوباتو او انرژۍ د خونديتوب لپاره به هڅې وکړي.