د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په درېيمه نېټه خبر ورکړ، چې د منځنۍ اروپا په وخت د نومبر د درېيمې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۲۱ دقيقو پورې، په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تيرې ورځې په نسبت ۴ لکه ۸۷ زره او ۲۱۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۴۷ ميليونه۴ لکه ۷۲ زره او ۷۲۴ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې ناروغۍ له امله د مړو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۷۳۲۱ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵ ميليونه ۱۲ زره او ۳۳۷ ته رسېدلی دی. (شکريه)