ايران د تيلو د غلا په اړه د امريکا دوسيسه شنډه کړه
cri2021-11-04 11:17:07
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران دولتي ټلويزيون د نومبر په ۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد اسلامي انقلاب ګارډ د عمان خليج په سمندري سيمه کې د امريکا هغه دوسيسه شنډه کړه، چې غوښتل يې د ايران تيل غلا کړي. 

خبر وايي، چې د امريکا سمندري ځواکونو د عمان خليج په سمندري سيمه کې د ايران د یوې هغې بېړۍ مخنیوی کړی چې پکې تيل بار وو او دغه بېړۍ يې مجبوره کړې وه چې پر نامعلوم لوري روانه شي. ور پسې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ  د چورلکو له لارې یاده بېړۍ تر کنټرول لاندې راوستله او د ايران سمندري قلمرو ته يې برابره کړه. اوس دغه بېړۍ د ايران په سمندري قلمرو کې ولاړه ده، تر اوسه د دې پېښې مشخصه نېټه نه ده په ډاګه شوې. (هيله)