په پاکستان کې يو مسافر وړونکی بس ګړنګ ته غورځيدلی
cri2021-11-04 11:07:32
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوليس د نومبر په ۳ مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمير کې يو مسافر وړونکي بس په همدې ورځ ګړنګ ته غورځيدلی چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

پوليس خبريالانو ته وويل چې ياد مسافر وړونکي بس چې ۲۵ تنه پکې سپاره وو، له غرنيزې لارې ګړنګ ته غورځېدلی او بس هم سخت ويجاړ شوی دی. ټپيان نژدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

(مينه)