چين د کابل پېښې په تړاو د امريکا د پلټنې نتيجه بې رحمه وبلله
CMG2021-11-04 17:28:00
شريکول:

د امريکا د هوايي ځواکونو څارنوال د نومبر په درېيمه نېټه وويل، چې د پلټنې له مخې هغه پېښه د امريکايي ځواکونو قصدي کړنه نه وه او نه هم له کوم قانون څخه سرغړونه وه، چې په تېر اګست کې د بې پېلوټه الوتکې په عملياتو کې  ۱۰ عامه افغانان ووژل شول، او هيڅوک به يې پړه پر غاړه وانخلي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۴مه ڼېټه د ياد خبر په اړه وويل، چې د امريکا د دې پېښې د پلټنې نتيجه د جګړې ځپلو افغانانو لپاره بې عاطفي او بې رحمه ((محکمه )) ده.

وانګ ون بين وويل، چې د امريکا دغې کړنې يو ځل بيا د بشري حقونو په اړه د دغه هېواد مغرور او دوه ګوني معيارونه په ډاګه کړي. نوموړي زياته کړه،  چې چين له امريکا څخه غوښتنه کوي، چې د افغانانو ژوند او بشري حقونو ته درناوی وکړي، د دغې پېښې حقيقت افشا کړي او د وژل شويو کسانو کورنيو ته تاوان ورکړي.