د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د يو روغتون مشر د نومبر په ۳ مه نېټه وويل چې په همدې ورځ د دغه ولايت په مرکز جللا اباد کې پر يو موټر چې طالبان پکې سپار وو، بريد شوي او له امله يې دوه طالبان وژل شوي او ۳ نور طالبان ټپيان شوي دي. په دغو چاودنو کې يو ملکي وګړی هم ټپي شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغو پېښو پړه پرغاړه نه ده اخيستې.
د يو بل خبر له مخې، په کندوز ښار کې د همدې ورځې په سهار د يوې بلې چاودنې له امله ۴ تنه ووژل او ۵ تنه نور ټپيان شول.
(مينه)