د ايران ذروي خبرې اترې به د نومبر په ۲۹ مه نېټه بيا پيل شي
cri2021-11-04 11:05:36
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير محمد حسين باقري د نومبر په ۳ مه نېټه اعلان وکړ چې د ايران د اتومي تړون خبرې اترې به د روانې مياشتې په ۲۹ مه نېټه د اطريش په پلازمينه وينا کې بيا پيل شي.

نوموړي وويل چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو پراګرام د عمومي منشي له مرسيتال مورا سره يې تلفوني خبرې کړي او دواړو خواوو موافقه کړې چې د نومبر په ۲۹ مه نېټه به په ويانا کې پر اتومي تړون بيا خبرې اترې پيل کړي او موخه يې دا ده چې  پر ايران غير قانوني او غير انساني بنديزونه پای ومومي.

(مينه)