چين : پرمختللي هېوادونه دې له اقليمي بدلون سره د مقاومت پياوړی هوډ وښيي
cri2021-11-04 11:15:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په درېيمه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې پيسې د اقليمي بدلون ضد چارو د بريالي کېدو کليدي ټکی دی. پرمختيايي هېوادونه دې ته ډېره پاملرنه کوي، چې آيا پرمختللي هېوادونه به د پيسو راغونډولو په اړه خپلې ژمنې پلې کړي او که نه. هغه له پرختللو هېوادونو څخه وغوښتل، چې له اقليمي بدلون سره د مقاومت په پار پياوړی او واقعي هوډ وښيي او خپلو هغو ژمنو ته دې د عمل جامه ورواچوي، چې هر کال کې به له اقليمي بدلون سره د مقاومت لپاره پرمختيايي هېوادونه ته ۱۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره ورکوي.

د معلوماتو له مخې، د اقليمي بدلون په اړه د م.م د چوکاټي تړون د امضا کوونکو هېوادونو د ۲۶م کنفرانس رئيس الوک شارما په دې وروستيو کې (( له اقليمي بدلون سره د مقاومت لپاره د پيسو برابرولو پلان )) خپور کړ او پکې يې پر دې ټينګار کړی، چې پرمختللو هېوادونه دې خپلې ژمنې پوره کړي. (شکريه)