په امريکا کې ګڼ شمېر هوسۍ پر کوويډ-۱۹ ويروس اخته شوي
CMG2021-11-04 15:01:28
شريکول:

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د نومبر په دويمه نېټه خبر ورکړی، چې تازه څېړنې ښيي، چې د امريکا په ايووا ايالت کې ګڼ شمېر سپينې لکۍ لروونکې هوسۍ پر کوويډ-۱۹ ويروس اخته شوې دي. د ۲۰۲۰م کال له اپريل څخه د روان کال تر جنورۍ پورې په نوموړي ايالت کې د سپينې لکۍ لروونکو هوسيو د وينو په ۸۰ سلنه نمونو کې کوويډ-۱۹ ويروس پيدا شوی دی. داسې ښکاري، چې دغه هوسۍ د کوويډ-۱۹ ويروس لوی زيرمتنونونه ګرځيدلې دي او د دغه ويروس د پوره له منځه وړلو امکان صفر ته نژدې دی. که د کوويډ-۱۹ ويروس نوې بڼه د هوسيو په بدن کې رامنځته شي، ښايي يو ځل بيا انسانانو ته انتقال شي.