العربیا ټليوزيون د نومبر په ۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د سوډان د ځواکونو قوماندان عبدالفتح البورهان د افريقايي هېوادونو ټولنې ځانګړي استازي ته ويلي، چې د سوډان لومړي وزير ته يې د ملکي حکومت د جوړولو حکم کړی دی.
نوموړي مخکې ويلي وو، چې سوډان به په نږدې وخت کې نوی حکومت جوړ کړي. اوس دوی د هغو وړانديزونو په څېړنې بوخت دي چې د دغه هېواد د کورنيو او بهرنيو چارو له ګټو سره سمون لري. (هيله)