د چين د ساينس او تکنالوژۍ ملي جايزې او د نوښت راز
cri2021-11-04 15:26:06
شريکول:

د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د ساينس او ټکنالوژۍ د ملي جايزو ورکولو غونډه د نومبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه او د ۲۶۴ پروژو ګډونوالو، لسو ساينسپوهانو او يو نړيوال سازمان ته پکې  د ۲۰۲۰ کال د چين د ساينس او ټکنالوژۍ جایزې ورکړل شوې.

 په دغې غونډې کې د نوي چين د الوتکې ډيزاينر ۹۱ کلن ګو سونګ فن او د ذروي انرژۍ مشهور نړيوال ساينس پوه ۸۶ کلن وانګ دا جونګ ته د ساينس او ټکنالوژۍ د لوړې کچې ملي جايزې ورکړل شوې او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هغوی ته په خپل لاس يادې جايزې وسپارلې. له دې څخه ښکاري، چې د چين حکومت د ساينس  او تخنيک کدرونو ته په درنه سترګه ګوري.

نوښت د چين د پرمختګ لومړی خوځنده ځواک ګڼل کيږي. چين په تېرو پنځو کلونو کې د انسان وړونکې فضايي بېړۍ، د سپوږمۍ د اکتشافي پلان د پلي کولو او د سمندر په تل کې د اکتشافي تخنيک په شمول ډېرو سترو علمي او تخنيکي برخو کې لاسته راوړنې درلودې او د بۍ دو په نوم د سپوږمکۍ د لارښوونکې شبکې او د لويو کمپيوټرونو په شمول د عصري تجهيزاتو د څېړنو او جوړولو په برخو کې يې ستر پرمختګونه موندلي دي. چين اوس د نړيوال نوښت ځلانده ځواک ګرځېدلی دی. د ۲۰۲۰م کال لپاره د نړيوال نوښت ګراف ښيي، چې د نوښت په برخه کې د چین مقام په ۲۰۱۵م کال کې له ۲۹م څخه ۱۴م مقام ته لوړ شوی دی. د دغه مقام له لوړوالي څخه د چين د ساينس او تخنيک د کدرونو او د دې هېواد پياوړی ابتکاري توان ښکاري.

استعدادلرونکي کسان او کدرونه د يو هېواد د پرمختګ بنسټ بلل کيږي. چين اوس په نړۍ کې يو داسې هېواد دی، چې په بېلا بېلو برخو کې ډېر کدرونه لري او شمېر يې تر نورو ډېر دی. د چين د ځانګړو تخنيکونو د کدرونو شمېر په ۲۰۱۰م کال کې ۵۵ ميليونه، ۵ لکه او ۴ زره و، چې دا شمېر په ۲۰۱۹م کال کې ۷۸ ميليونو، ۳لکو او ۹۸ زرو ته لوړ شوی دی. په تېرو مسلسلو اتو کلونو کې د چين د څيړونکو عمومي شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی. دغه راز تېر کال د انحصاري حق په اړه د چين د غوښتنليکونو شمېر ۶۸۷۲۰ ته رسيدلی، چې دغه شمېر هم په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. سربېره پردې د عصري تخنيک په ډېرو برخو کې د چين د ساينسپوهانو شمېر د نړۍ په سر کې راځي.

کدرونه د يوه هېواد د پرمختګ سرچينه بلل کيږي او د ساينسي او تخنيکي استعداد لرونکو کسانو د روزلو پلان د چين د مشرانو له خوا ټاکل شوی دی. د چين حکومت د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې مهمه ستراتيژيکه موخه وټاکله او و يې پتيله، چې په نړۍ کې به د کدرونو او استعدادلرونکو کسانو او د نوښت مهم مرکز جوړ کړي. دا نه یوازې د چين د علمي او تخنيکي خپلواکۍ د تر لاسه کولو او د عمده نړيوال علمي مرکز د ابادۍ ستره تګلاره ده، بلکې د چين او نړۍ د ګډ پرمختګ او د انسانانو د ګډې ترقۍ نيکه هيله هم ده.

د چین د احصايي ملي ادارې په دې وروستيو ورځو کې يوه شمېره کړې، چې له مخې يې، تېر کال د چين اتبکاري ګراف ۲۴۲ اعشاريه ۶ ته رسيدلی او دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه څلور زيات شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

ساينس پوله نه لري . په چين کې د ډېرو علمي او تخنيکي لاسته راوړنو بل لامل دا دی، چې دغه هيواد تل پر ورخلاصون ټينګار کړی او کوي يې. د بېلګې په توګه د چين د ساينس او تکنالوژۍ د درېيو برخو جايزې هم بهرنيو ساينسپوهانو ته ورکړل شوې دي. که چيني او بهرني ساينسپوهان د بنسټيزو څېړنو او د نړيوالو مسئلو د حل وفصل په برخه کې همکارۍ وکړي او لاسته راوړنې ولري، نو په ساينسي او تخنيکې برخه کې به د چين د نړيوالو همکاريو ګامونه نور هم ټينګ شي.

په ياده غونډه کې د ډاکتر جونګ نان شان په مشرۍ د تنفسي ناروغيو د مخنيوي او کنټرول ډلې هم د چين د ساينس او تکنالوژۍ ملي جايزه تر لاسه کړې ده.

دوی د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې پر ساينسي لارو چارو او په ډېرو هڅو بې شمېره چينايان وژغورل او د تنفسي ناروغيو د مخنيوي او کنټرول په برخه کې يې مهم رول لوبولی دی.

چين ولې د نوښت په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري؟لامل يې دا ښودل شوی، چې چين نه يوازې د ساينس او تکنالوژۍ په برخه کې د کدرونو روزنې ته په درنه سترګه ګوري، بلکې په دې برخه کې يې پرانيستې رويه هم غوره کړې ده او د ټولو انسانانو د نيکمرغه ژوند په موخه ساينس او تکنالوژۍ ته وده ورکوي.