د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون نيمه برخه نوي توليدات به په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شي
cri2021-11-04 15:13:41
شريکول:

خبريال د چين د نړيوال وارداتي نندارتون له ادارې څخه خبر واخيست، چې د دغه هېواد په څلورم نړيوال وارداتي نندارتون کې د نويو توليداتو نندارځی جوړ شوی دی، په دغه نندارځي کې به د ۶۲ ګډون کوونکو شرکتونو څه باندې ۱۰۰ نوي توليدات، عصري تخنيکونه او ابتکاري خدمتونه د نومبر له ۶مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې نندارې ته وړاندې شي او په دې جملې کې نيمه برخه نوي توليدات د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې کېږي. برسيره پر دې، د دې نندارتون ګڼ شمېر توليدات خاص د چيني بازار او چيني مستهلګينو لپاره جوړ شوي دي. (شکريه)