چين د واکسين برابرولو په برخه کې له کم عايد لرونکو هېوادونو څخه ټينګ ملاتړ کوي
cri2021-11-04 15:11:26
شريکول:

د بريتانيا نېچر مجلې (Nature) د نومبر په لومړۍ نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي، چې چين ډېر مخکې کرونا وبا ضد واکسينونه بهرنيو هېوادونو ته صادر کړي او شمېر يې تر يو ميليارډ او ۱۰۰ ميليونو څخه هم اوښتی دی. د نړۍ څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو ته د چين واکسينونه رسېدلي دي. له کم عايد لرونکو هېوادونو څخه د چين د واکسين ملاتړ ډېر مهم دی.

امريکا په دې وروستيو څو مياشتو کې بهرنيو هېوادونو ته د واکسين پر برابرولو پيل کړی او د اکتوبر تر ۲۱مې نېټې پورې يې نورو هېوادونو ته په عمومي ډول ۲۰۶ ميليونه واکسين برابر کړی دی. (شکريه)