د سوډان د وسله وال پوځ عمومي قوماندان د دې هېواد د پخواني انتقالي حکومت د څلورو وزيرانو د ازادولو امر کړی
cri2021-11-05 10:26:55
شريکول:

د سوډان ملی ټلويزيون د روانې مياشتې په څلورمه نېټه خبر ور کړی چې د دې هېواد د وسله وال پوځ عمومي قوماندان په همدې ورځ د دې هېواد د پخواني انتقالي حکومت د څلورو وزيرانو د خوشي کولو امر کړی دی. د خبر له مخې په دغو څلورو وزيرانو کې د مخابراتو، ځوانانو، سپورټ او اطلاعاتو وزيران شامل دي.(غاټول)