په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۴۷ ميليونو، ۹۶۸ زرو او ۲۲۷ تنو ته رسېدلی
cri2021-11-05 11:18:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۴مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۱۴ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۴۷۹ زره او ۵۷۸ نوې پېښې ثبتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۴۷ ميليونو، ۹۶۸ زرو او ۲۲۷ ته رسېدلی دی. په همدغه موده کې د دغه ويروس له امله ۷۷۰۶ تنه مړه شوي او د مړه کسانو عمومي شمېر ۵ ميليونو، ۲۰ زرو او ۲۰۴ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)