د اسرايئل پارلمان له درې کلن ځنډ وروسته، په لومړي ځل د هېواد د مالي بودیجې مصوبه منظور کړه
cri2021-11-05 11:07:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل پارلمان د نومبر په ۴مه نېټه په رايګيرۍ کې د ۶۱ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره د ۲۰۲۱م کال د دغه هېواد د مالي بودیجې مصوبه منظور کړه، او له درې کلن  ځنډ وروسته يې یادې مصوبې ته منظوري ورکړ. 

د اسرائيل خبري رسنیو د خبر له مخې، د یادې بودیجې ارزښت کابو له ۱۸۴ ميليارډو امريکايي ډالرو سره برابر دی. د دغه هېواد لومړي وزير نفتلي بينيټ په خپله ټويټر پاڼه  ليکلي، چې د مالي بودیجې مصوبې منظورېدل د دغه هېواد د حکومت لپاره ډېره مهمه شېبه ده. (هيله)