چين د امريکا د دفاع وزارت نوی راپور بې ځايه وباله
cri2021-11-05 14:25:00
شريکول:

د امريکا دفاع وزارت په دې وروستيو کې د چين د پوځي قوت په اړه نوی راپور خپور کړی دی، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۴مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، د امريکا دغه راپور د دغه هېواد د پخوانيو راپورونو په شان بې ځایه او له تبعيض څخه ډک دی. امريکا په دې راپور کې " د چين ګواښ" مفکوره خپره کړې او نړيواله ټولنه د امريکا پر دې ناوړې کړنې ښه پوهيږي.

وانګ ون بين زياته کړه، چين د ځان د دفاع پر پار خپله ذروي ستراتېژي پرمخ وړي، د ذروي وسلو له هر اړخيز محدوديت او له منځه وړلو څخه ملاتړ کوي او خپل ذروي قوت تر ډېرې کمې اندازې پورې محدودوي. په حقيقت کې امريکا نړۍ ته تر نورو لوی ذروي ګواښ دی. چين له امريکا څخه وغوښتل، چې بايد په جدي ډول د ذروي وسلو کمولو او له منځه وړلو په چارو کې خپله دنده پر غاړه واخلي او خپلې ذروي وسلې دې کمې کړي، څو د نړۍ ستراتيژيک ثبات وساتل شي. (شکريه)