زیاتره هېوادونه له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره کافي پانګې نه لري
cri2021-11-05 11:17:24
شريکول:

د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې پروګرام د نومبر په ۴مه نېټه په ۲۰۲۱م کال کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ويل شوي، که څه هم له اقليمي بدلون سره د مقابلې برخه کې د اړوندو تګلارو او پلانونو شمېر مخ په زياتېدو دی، خو د سرمایو راغونډېدو او د اړوندو پروګرامونو د تطبيق حالات لا هم ټاکلو موخو ته نه دي رسېدلي. ډېرو هېوادونو د کرونا وبا تر کنټرول وروسته د اقتصاد د اعاده کېدو له فرصت څخه ګټه نه ده اخيستې او دا کار يې نه دی بشپړ کړی چې د زرغون پرمختګ د هڅولو په عین وخت کې له وچکالۍ، توپان او نورو طبيعي ناورينونو سره مقابلې وکړي. 

په دغه راپور کې راغلي، چې اټکل کېږي له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د پرمختیايي هېوادونو لګښتونه د عامه اړتیاوو په نسبت پنځه یا لس برابره زیات شي او دغه توپير لا هم د پراخېدو په حال دی. په عین وخت کې په پرمختيايي هېوادونو کې د حکومتي عایداتو د کمښت له امله له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ښايي دغه هېوادونه له ډېرو زياتو ستونزو سره مخ  شي. (هيله)