د چين د ورخلاصون درې نه بدلوونکې تګلارې
CRI2021-11-05 15:01:51
شريکول:

د امريکا د کوالکوم شرکت د چيني څانګې مشر منګ پو د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون د يادونې په وخت کې وويل، چې دغه شرکت د څلورم ځل لپاره په دغه نندارتون کې ګډون لري.

نوموړی وايي، چې د دوی شرکت مخکې د چين نړيوالو وارداتي نندارتونونو کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کول او وروسته یې په چين کې پانګونه وکړه.

هغه په خوشحالې وويل، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د څلورمې نيټې په ماښام د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې انلاين ګډون او وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې درې نه بدليدونکي ټکي ياد کړل. د نوموړي دغو خبرو خلکو ته ښه احساس او انرژي ورکړې ده.

 شي جين پينګ په خپله وينا کې څرګنده کړه، چې چين به هیڅکله د لوړې سويې د ورخلاصون پراخوالي، له نړيوالو سره د پرمختګ د فرصتونو شريکولو، د لا نور ورخلاصون، شموليت، ګډو اسانتياوو او ګټو پربنسټ د اقتصاد د نړيوال کيدو د پرمختګ ټينګ هوډ بدل نه کړي.  

ورخلاصون د نوي چين څرګنده نښه ده. چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې له ګډون راهیسې یعنې په تېرو شلو کلونو کې په هراړخيزه توګه خپلې ژمنې عملي کړي، په پر له پسې توګه يې ورخلاصون پراخ کړی او د پرمختګ په ورته وخت کې يې د نړيوال اقتصاد هڅونه کړې ده.

 چين به په راتلونکې کې له نړيوالو سره څنګه همکارۍ وکړي؟

د چين دولت رئيس شي جين پينګ دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين به په ټينګار سره ريښتنی څواړخيزم وساتي، له نړيوالو سره به د بازارونو فرصتونه شريک کړي، د لوړې سويې ورخلاصون به پرمخبوزي او د نړۍ د ګډو ګټو ساتنه به وکړي.

چين د ورخلاصون پراخوالو په برخه کې خپلې ژمنې عملې کړې دي. چين تېر کال د دريم نړيوال وارداتي نندارتون په وخت کې د ورخلاصون اعلان شويو تدبيرونو ته د عمل جامه ور اچولې ده. چين په روان نندارتون کې اعلان کړی، چې د ورخلاصون لپاره به لا زيات تدبيرونه غوره کړي، چين ته د بهرنيو پانګو ننوتلو او اجازې ورکولو په بهير کې منفي لېست کم کړي، په توليدي چارو کې به بهرنۍ پانګې راجلب او ډېرې ګټورې چارې به ترسره کړي.

د چين پرمختګ له نړۍ او د نړۍ پرمختګ له چين څخه نه شي جلا کېدای.

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين له ګډون یعنې شل کاله مخکې د دغه سازمان د وخت عمومي مدير ميک موري په نيويارک ټايمز کې یوه مقاله خپره کړه او پکې يې ويلي وو، چې تاريخ پوهان به په راتلونکې په ځانګړې توګه په يوويشتمې پيړۍ کې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون اهميت وګوري.

د ده په اند، د نړيوالو تصديو په هکله په دغه سازمان کې د چين ګډون دا معنا لري، چې نړيوالو ته به زيات فرصتونه رامنځته شي.

له حقيقتونو داسې ښکاري، چې نړيوالو تصديو په تېرو شلو کلونو کې د چين له بازار څخه زياتې ګټې تر لاسه کړې دي.

اوسمهال، چين څه باندې يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس لري، څلور سوو ميليونو نه زيات منځني عايدات لري او هر کال د شاو خوا ۲۵۰۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت توکي او خدمتونه واردوي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون لا هم په جوش کې دی او د چين بازار ته د نړيوالو تصديو د راجلبولو لوی توان لري.  

د مالوماتو له مخې، د چين په څلورم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې درې زره تصدۍ ګډون لري، چې د پرمختللو، پرمختيايي او وروسته پاتي هېوادونو توليدات پکې ليدل کيږي. برسيره پر دې، په دغه نندارتون کې د نړۍ د غښتلو پنځه سوو تصديو او په مختلفو برخو کې د لومړيو تصديو شمېر د تېرې دورې نندارتون په پرتله زيات دی او د تېر نندارتون څه باندې ۸۰سلنه تصديو بيا په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.

کرونا وبا لاهم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، چې له امله یې نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو په بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی. د چين د ورخلاصون لاره سمه ده او چين به پر دغې لارې ټينګار وکړي او له نړيوالو سره به يو ځای د ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي.

برسيره پر دې، چين د نړۍ د نورو هيوادونو ملاتړ کوي او هڅوي یې، چې ورخلاصون پراخ کړي او له يو اړخيزم او پروتيکريزم سره مخالفت وکړي.