د اوپيک (OPEC) د غړو هېوادونو او د نفتو د نورو نفتي توليدونکو هېوادونو ترمنځ د وزيرانو په کچه ۲۲مه ويډيويي غونډه د نومبر په ۴مه نېټه تر سره شوه. د غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې چې د نفتو د توليدي اندازې د زياتوالي لپاره به د ټاکلې لايحې پلې کولو ته ادامه ورکړي.
د اوپيک رسمي ویبپاڼې تر دغې غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د اوپيک غړو هېوادونو او د نفتو د نورو نفتي توليدونکو هېوادونو د نفتو د توليدي اندازې د تنظيمولو پلان او د مياشتنۍ توليدي اندازې د تنظيمولو هغه ميکانيزم تائيد کړ چې د دغو هېوادونو ترمنځ د وزيرانو په کچه په ۱۹مه غونډه کې منظور شوی و. دوی پرېکړه کړې چې له ټاکلي مهالويش سره سم به په ډسمبر کې د نفتو ورځنۍ منځنۍ توليدي اندازه څلورو لکو بيرلو ته لوړه کړي.(غاټول)