د چين بهرنيو چارو وزارت د نومبر په څلورمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه. ځينو خبريالانو د دغه وزارت له وياند وانګ ون بين څخه د هغه خبر په تړاو نظر وغوښت، چې له مخې يې د امريکا د هوايي ځواکونو لوړپوړي چارواکي د نومبر په درېيمه نېټه ويلي، چې د امريکايي ځواکونو بې پېلوټه الوتکې په تېر اګست کې په تېروتنې په کابل کې لس تنه افغان ملکيان ووژل، خو ځواکونو يې د جنګي قانون په شمول له هېڅ قانون څخه سرغړونه نه ده کړې او د دغې تېروتنې پړه به پرغاړه وانه خلي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، چې امريکا بايد خپلې هغه کړنې سمې کړي، چې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو د ساتلو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د نورو هېوادونو په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو بشري حقونو ته دې جدي درناوی ولري او پر بشري حقونو د تېري کوونکو کړنو مخه دې ونيسي.
نوموړي زياته کړه، چې د امريکا د يادې پېښې د پلټنې نتيجه د ۳۲ ميليونو جنګځپلو افغانانو پر وړاندې بې رحمه ”محکمه“ده.
نوموړي پر امريکا غږ وکړ، چې د افغان ملت ژوند او بشري حقونو ته درناوی وکړي او د یادې پېښې مجرمينو ته دې سزا او د قربانيانو کورنيو ته دې تاوان ورکړي.
(غاټول(