د زياتو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو د چين څلورم نړيوال نندارتون وستايه
CMG2021-11-05 22:35:27
شريکول:

د چين څلورم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر د ۴مې نېټې په شپه په شانګهای کې پرانيستل شو. د زياتو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو په انلاين ډول د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د چين دا خدمت يې وستايه، چې د کرونا وبا له خپرېدو سره سره يې په ټاکلي وخت ياد نندارتون پرانيسته. دوی وويل، چې دغه نندارتون د نړيوال اقتصاد د احيا د هڅولو په اړه د چين ټينګه اراده څرګندوي، او دوی دې ته سترګې په لار دي، چې چين به د څواړخيز سوداګريز نظام د بيا سمسورتيا لپاره لا لوی خدمتونه وکړي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايوف وويل، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د نړۍ د صادراتي سوداګرو زړو ته هوس ورکوي او هيله يې وښوده، چې د دغه نندارتون له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ډولونه او توکي زيات کړي او د دغه هېواد د ستراتيژيکو پروژو او د چين د نوي پرمختګ جوړښت ترمنځ پيوستون وهڅوي.

د ايټاليا صدراعظم ماريو دراګي وويل، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د سوداګرۍ د هڅونې په برخه کې د چين حتی د نړۍ ډېر لوی ډګر دی او د نړيوالې سوداګرۍ د هڅولو لپاره د چين د ټينګې ارادې څرګندويي کوي.