د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون په ترڅ کې به د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو فېسټيوال تر سره شي
CMG2021-11-05 17:23:46
شريکول:

د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره او ښو توليداتو فېسټيوال به د نومبر د شپږمې نېټې په شپه د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون پر مهال تر سره شي. دغه فعاليت د چين ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبو د خپرونو مرکز او د زياتو هېوادونو اسيايي او افريقايي هېوادونو ارګانونو له خوا طرحه شوی دی. د چين ميډيا ګروپ څو مشهور وياندان به د انلاين سوداګريز ډګر له مشهور پلورونکي لي جيا چي سره په ژوندۍ خپرونه کې چيني مشتريانو ته د افغانستان، اندونيزيا، کوريا جمهوريت، ماليزيا، جنوبي افريقا، تايلنډ او ويتنام په شمول د بهرنيو هېوادونو غوره او ښه توليدات وروپېژني. د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې ويانده غوټۍ به هم د افغان جلغوزو د معرفي کولو لپاره په دغه خپرونه کې برخه ولري. 

د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پر مهال د سوداګريزو توکو د پلورلو په هغو دوو انلاين فعاليتونو کې، چې د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوي وو، د پلورل شويو توليداتو عمومي ارزښت له ۱۴۰ ميليونو يوانو څخه اوښتی و او د سوداګريزو توکو د پيرودلو په اړه د چيني مشتريانو لوړ شوق او توان ترې څرګند شوی دی.

د چين څلورم نړيوال نندارتون د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره کيږي. د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې ۳ زره تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی او د برخوالو بهرنيو منځنيو او کوچنيو شرکتونو شمېر يې د تېر کال د نندارتون په پرتله ۳۰ سلنه زيات دی. د چين مشتريان د دغه  نندارتون له لارې نور زيات ښه وارداتي توليدات پېژني او د دې تر څنګ بهرنيو تصديو او سوداګرو ډېر زيات سوداګريز فرصتونه پيدا کړي دي.