هغه افغان سوداګر چې شفتل پيدا کولای شي، بختور دي
cri2021-11-06 12:49:09
شريکول:

په ډېرو هېوادونو کې ډېر وګړي په دې اند دي، هغه کسان چې شفتل پيدا کولای شي، بختور دي. اوس په شانګهای کې ډېر سوداګر همدغه بختور کسان بلل کيږي چې په دې جمله کې افغان سوداګر علي د پاملرنې وړ دی.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د شانهګای د نندارتون په ملي مرکز کې تر سره کيږي چې شکل يې د شفتل غوندی دی. تېر کال علي په لومړي ځل په دې نندارتون کې د خپل ټاټوبي لاسي غالۍ نندارې ته وړاندې کړی او تر هغه وروسته يې په شپږو مياشتو کې د دغو غاليو د اخيستلو لپاره ډېرې سپارښتنې ترلاسه کړي  چې په پایله کې د ۱۵۰۰ افغان کورنيو اقتصادي ستونزې لېرې شوې دي. په افغانستان کې که يوه کورنۍ يوه دانه غالۍ وپلوري، نو د دوی د يو کال ژوند به تضمين شي. روان کال هغه لاهم د چين پر بازار باور لري او بيا يې په سږني نندارتون کې ګډون کوي.

اوس په نړۍ کې د کرونا وبا لاهم د خپرېدو په حال کې ده او د نړيوال اقتصاد سمسورتيا له ستونزو سره مخ ده. د چين حکومت د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په تامينولو سره په ټاکلي وخت کې د چين د وارداتو څلورم نړيوال نندارتون پيل کړی دی چې دا نه يوازې د چين د قوی اقتصادي ځواک ښکارندويې کوي بلکې په چين کې يې د علي په شان بهرنيو سوداګرو ته د پرمختیايي فرصتونو د برابرولو لپاره يو ښه ډګر برابر کړي. دا يو ښه ثبوت دی چې چين په علني توګه خپله بازاري دروازه نړيوالو ته خلاصه کړې او د خپلو عملونو له لارې يې د پرانيستي اقصاد له پرمختګ څخه ملاتړ کړی دی.

د نړيوال اقتصادي فورم د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې مسؤل سان دوستي وويل چې چين د سوداګريزې برابرۍ د پرمخبيولو لپاره هڅه کوي چې د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د دغې کړنې يوه ښه بېلګه ده. دغه نندارتون اوس مشهور نندارتون ګرځېدلی او هره دوره يې ګڼ شمېر تصدۍ راجلبوي او بهرنيو تصديو ته د چين د سوداګريزو معلوماتو د تر لاسه کولو او له چيني تصديو سره د همکاريزو اړيکو د ټينګولو لپاره ډېر ښه فرصت برابروي.

ډېرو بهرنيو تصديو په سږني نندراتون کې ګډون کړی چې د ګډونوالو هېوادونو او تصديو شمېر د تېرې دورې په پرتله زیات شوی او د نندارخونې مساحت هم لا پراخ شوی دی.

د يوې شمېرنې له مخې  په پنځو سوو قوي نړيوالو تصديو کې ۸۰ سلنه يې بيا په سږني نندارتون کې ګډون کړی دی. د دې ترڅنګ سږني نندارتون په لومړي ځل په انلاين ډول هم تر سره کيږي. ټولټال ۱۵ هېوادونو په لومړي ځل په انلاين ډول په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.

د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون د ادارې مرستيال سون چنګ های وويل چې د پاکستان او فلسطين په شمول پنځو هېوادونو په لومړي ځل په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.

د رواندا د پرمختګ ادارې د اجرائيه رئيس مرستيال وويل چې هغه حالت مو ليدلي چې زمونږ د هېواد لازيات توليدات د چين بازار ته داخل شوي چې دا زمونږ لپاره يو ستراتيژيک بازار دی. په تېرو څو کلونو کې د چين د دغو ستراتيژيکو تدبيرونو په نيولو سره د سوداګرۍ او پانګونې فعاليتونه هڅول شوي دي.

له دريو کلونو راهيسې د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د نړيوالو تصديو له خوا د توليداتو د اخيستلو، د پانګونې د پرمخبيولو، کلتوري تبادلې، ورخلاصون او همکارۍ په شمول څلورو برخو کې یو خاص ډګر ګرځېدلی دی. د سږني نندارتون له جوړېدو څخه د چين د ورخلاصون د پراخوالي ټينګه اراده او باور ښکاري.د چين د شانګهای د نندارتون دولتي مرکز چې بختور شفتل بلل کيږي، اوس د نړيوال پرمختګ په خوځښت راولي.