امريکا د افغان جګړې څه باندې يو لکه ويډيو يې او ساده تصويرونه له منځه یووړل
CRI2021-11-06 12:13:15
شريکول:

د امريکا د دندې او هدف ويبسايټ د نومبر پر ۲مه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد پنټاګون په دې وروستيو ورځو کې په پټه توګه له خپل رسمي  ويبسايټ څخه په افغانستان کې د جګړې په هکله معلومات ډيليټ کړي، چې څه باندې ۱۲۰ زره تصويرونه او ۱۷ زره ويډيوګانې په کښي شاملي دي. د امريکا پنټاګون په دې هکله ويلي، چې دوی د افغانانو د امنيت ساتنې لپاره دغه تصويرونه ډيلټ کړی.

د پنټاګون پخواني وياند او د سمندري پوځ د ځمکني جنګ ډلې ډګروال دیويډ لاپان وويل،  که  د امريکا دفاع وزارت د دغو تصويرونو د ډيليټ کولو اړتيا لري، بايد په پرانيستي ډول يې لاملونه څرګند  کړي. ځکه چې په پخوانيو څو کلونو کې نه يوازې د امريکا د دفاع وزارت، بلکې د ټول هېواد باور او اعتماد زيانمن شوی دی. نو دغه وزارت دندې لري، چې د خلکو د شکونو د ليري کولو لپاره دغه کړني ته وضاحت ور کړي.