د اتوپيا د حالاتو په اړه د ملګرو میلتونو د امنیت شورا اعلاميه
CRI2021-11-06 12:12:30
شريکول:

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو د نومبر پر ۵مه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره  په اتوپیا  کې د پوځي نښتو پر سختوالي اندېښنه څرګنده کړه. د امنيت شورا غړو دې ته ډېر پام اړوی، چې دغې سختې نښتې د اتوپيا د اوسيدونکو پر بشري حالاتو او د دغه هېواد او  سيمې ثبات يې سخت اغيزمن کړي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي د اتوپيا د حالاتو په هکله د دغه سازمان د سرمنشي د هلو ځلو هرکلی کوي. دغه اعلاميه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي، چې د بشر دوستۍ د نړيوالو قوانينو درناوی وکړي، دغه هېواد ته د بشري مرستو ننوتلو ته اجازه ورکړي، په دغه هېواد کې عام خدمتونه بيا اعاده کړي او بشري مرستې پراخې کړي. دغه اعلاميه پر اړوندو خواوو غږ کوي، چې جنګي  فعاليتونه او دښمني ختمه کړي، د خبرو اترو له لارې دي دايمي اوربند رامنځته کړي، په جګړه کي دي  شکيلو خواوو لپاره د ديالوګ جوړولو شرايط برابر  کړي تر څو بحران حل کړي او د دغه هېواد د سولې او ثبات لپاره بنسټونه ټينګ شي.