امريکا: پر لسو ملکي افغانانو هوايي بريد د قانون پر ضد نه دی
CRI2021-11-06 12:12:55
شريکول:

امريکايي پوځ د اګست پر ۲۹مه په کابل کې د بې پيلوټه الوتکې يو هوايي بريد تر سره کړ، چې له امله يې د اوو ماشومانو په شمول لس تنه بې ګناه افغان وګړي ووژل شول. د نړيوالو افکارو تر پاملرنې او سختې غندنې لاندې د امريکا پنټاګون په اخري ډول د دغه بريد د پيښې په اړه  د بشپړې پلټنې اعلان وکړ. د دغې پيښې د پلټنې مسؤل او د امريکا د هوايي پوځ  څارنوال سامي ډي سډ د نومبر پر ۳مه رسنیو ته ويلي، چې د څارنې له مخې دغه بريد د جګړې د قانون په شمول له هيڅ قانون څخه سرغړونه نه ده او وړانديز کوي، چې بايد هيڅ چا ته سزا ورنه کړل شي. هغه په پنټاګون کې وويل، چې امريکايي پوځ د هدف د ټاکلو او اجرا په وخت کې تيروتنه کړي نو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. نوموړي وويل دا د امريکايي پوځ عمده  تيروتنه نه ده.

د امريکا د خلکو د حقونو او ازادۍ د ګډ اتحاد د څانګې مسؤل شمسي په اشارې سره ويلي، چې دا ډېره عادی ده، چې امريکايي پوځ د هوايي بريدونو په وخت کې ملکي وګړو ته مرګژوبلې اړولې دې. د سامي وړانديز د دغه بريد له امله رامنځته شوي زيانونه نه شي کمولای او نه هم  د ورته پيښو د بيا رامنځته کولو امکانات ليري کوي.

د شمير له مخې، له ۲۰۰۲ کال څخه راپدې خوا امريکايي پوځ نژدې يو لکه هوايي بريدونه تر سره کړي ، چې په دې ترڅ کې د بې پيلوټه او هوايي بريدونو له امله لږ تر لږه ۲۲ زره ملکي وګړي وژل شوي دي. په تېرو شلو کلونو کې د امريکا لخوا په بېلا بېلو پوځي فعاليتونو کې شاو خوا ۳۳۵ زره ملکي وګړي ووژل شول.