د چين د دفاع وزارت د نومبر پر ۴مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر امريکا نيوکه وکړه، چې د چين د نظامي چارو او امنيت د پرمختګ په هکله يې تش په نوم راپور خپور کړ چي هيڅ له واقعیتونو سره سمون نه لري او له تبعيض څخه ډک دی، د تایوان په شمول د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.
په اعلاميه کې ليکل شوي، د چين د نظامي چارو پرمختګ په پوره توګه د هېواد د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو ساتنې او سيمه ايزې سولې، ثبات او سمسورتيا ته د زيان رسوونکو توطيو د حلولو په هدف دی، چې د هېڅ هېواد په وړاندې نه دی او هيڅ هېواد ته به ګواښونه ونه رسوي. د چين پوځ په دې وروستيو کلونو کې په رغنده توګه د انسانانو د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړی، د سولې ساتنې، د کرونا ضد مقابلې او د بشري مرستو په شمول يې د عامه امنيت په چارو کې نړيوالې ټولنې ته خدمات برابر کړي، د لوی هېواد د پوځ په توګه يې خپلې دندې عملې کړی او د نړيوالې سولې او سيمه ايز ثبات په چارو کې يې فعال ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. تاريخ او واقعي حالت دواړه څرګندوي، چې د چين د پوځ پرمختګ نړۍ ته امنيت او فرصتونه رسوي، خو ګواښونه اوننګونې نه.