شي جين پينګ د ولسي کانګرس د استازو د ټاکنو په رايګيري کې ګډون وکړ
CRI2021-11-06 12:11:34
شريکول:

د نومبر پر ۵مه په بېجينګ ښار کې د ناحيو او علاقه داريو د ولسي کانګرس نوې دورې د استازو د ټاکلو له پاره رایه اچونه  تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د همدې ورځ په سهار د بېجينګ ښار په شي چنګ ناحيه کې د جونګ نان های په ټاکنيزه سيمه کې د رايه اچوني  په مرکز کې د دې ناحيې د ولسي کانګرس د استازو د ټاکنو په رايګيري کې برخه درلود.

چين د ملي ولسي کانګرس ميکانيزم عملی کوي، چې خلک د عادی ټاکنو له لارې خپل استازي ټاکي او د بېلا بېلو کچو ولسي کانګرس جوړوي او د خلکو په استازيتوب د واکمن چارې تر سره کوي. له دې څخه څرګنديږي چې خلک د خپل هېواد کوربتوب کوي او دا يوه مهمه لاره ده چې د هېواد او ملت راتلونکی او برخليک د خلکو په لاس کې دی.

شي جين پينګ د رايې ورکولو په وخت کې پر دې ټينګار وکړ، چې بايد ډيموکراتيکې ټاکنې، سلامشورې، پريکړې، د ادارې او نظارت بېلا بېلې دورې وتړي او په پر له پسي ډول د ټول بهير ډيموکراسۍ پرمختګ مومي تر څو د خلکو د کوربتوب حقوق تامين کړي.