د امريکا د هيوسټون ښار د پوليسو ادارې مشر تروي فينير د نومبر پر ۶مه په يوې خبري ناسته کې وويل، چې د روانې مياشتې پر ۵مه د دغه ښار د موسيقې په فيستيوال کې د ګڼې ګوڼې او تر پښو لاندې کېدو پيښې رامنځته شوي. پوليسو د نومبر د ۶مې نېټې تر غرمې پورې ۲۵ تنه د یادي پېښي په تړاو نيولي دي. د امریکا پوليس لا هم د دغې پيښې د لامل په پلټولو بوخت دی.
د نومبر د ۶مې تر غرمې پورې په دغه پيښه کې ۸ تنه مړه شوي او ۲۵تنه زخمیان د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.