د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي پلورل شوي
cri2021-11-07 10:39:25
شريکول:

په چين کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو فيسټيوال د نومبر پر ۶ مه په انلاين ډول ترسره شو او ۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي چې  وزن يې ۲۶ ټنو ته رسيږي، په کښې پلورل شوي دي.

ياد فيسټيوال د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون يوه برخه ده او هدف يې په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې چيني او بهرنيو مشتريانو ته د افغانستان په ګډون د یو شمېر اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو او محصولاتو ورپېژندل دي.

د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې غوټۍ په ياد فيسټيوال کې د وياندې په توګه چينايانو ته افغان جلغوزي وروپېژندل او يوه وېډيو يې خپره کړه، چې د روان کال د  اکتوبر په میاشت کې په پکتیا ولايت کې اخيستل شوې او د افغان جلغوزو ښه حاصلات په کښې ليدل کيږي.

له دې نه پنځه ورځې وړاندې له کابل څخه ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهليز له لارې شانګهای ته ورسيدل.

د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پر مهال د سوداګريزو توکو د پلورلو په هغو دوو انلاين فعاليتونو کې، چې د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوي وو، د پلورل شويو توليداتو عمومي ارزښت له ۱۴۰ ميليونو يوانو څخه اوښتی و او د سوداګريزو توکو د پيرودلو په اړه د چيني مشتريانو لوړ شوق او توان ترې څرګند شوی دی.

د چين څلورم نړيوال نندارتون د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره کيږي. د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې ۳ زره تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی او د برخوالو بهرنيو منځنيو او کوچنيو شرکتونو شمېر يې د تېر کال د نندارتون په پرتله ۳۰ سلنه زيات دی. د چين مشتريان د دغه  نندارتون له لارې نور زيات ښه وارداتي توليدات پېژني او د دې تر څنګ بهرنيو تصديو او سوداګرو ډېر زيات سوداګريز فرصتونه پيدا کړي دي.