ولی ډېرنوي توليدات لومړۍ په چين کې نندارې ته وړاندې کوي؟
CRI2021-11-07 11:13:40
شريکول:

د نومبر له ۶مې څخه تر اتمې پورې ډېر زيات نوي توليدات، تېکنالوژي او ورته نور د ژوند اړین خدمات د چین د څلورمې دورې  په نړيوال وارداتي نندارتون کې د لومړی ځل لپاره نندارچيانو ته وړاندې کیږي.

نوښت د اقتصادي پرمختګ لومړی اصل دی چې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په هره دوره کې يې ډېر جلب او جذب درلودلی. په روان نندارتون کې به ۶۲  تصدۍ څه باندې ۱۰۰ نوي توليدات، تېکنالوژي او نوی صادر سوي خدمات نندارۍ ته وړاندي کړي. دا هغه تولیدات دي چي  له نيمې څخه يې زيات په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره نندارچيانو ته وړاندې کیږي او زيات شمېر توليدات په ځانګړې توګه د چيني بازار لپاره توليد شوی دي.

پوښتنه داده چي ولی ډېر زيات نوي توليدات لومړۍ په چين کې نندارچيانو ته وړاندې کیږي؟ ځکه چې په دغه نندارتون کې پر چيني بازار ټينګ باور شته او نړيوال پانګه اچونکي غواړي په چين کې خپل کاروبار ته فرصتونه برابر او ځای ونیسي.

 هره نړيواله تصدۍ د چين د ۱ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لوی بازار ته لاره نه شي پیدا کولای. په چين کې د سوداګريز چاپيريال حالت په پر له پسي توګه ښه کېږي په ځانګې توګه د پوهنې ملکيت حق د ساتنې کارونه پياوړې شوي دي، نو نړيوالې تصدۍ په باوري سره خپل نوي تېکنالوژي او توليدات د چين په بازارونو کې ځای پر ځای کوي. دا ډېره مهمه ده، چې چين د ورخلاصون په چارو کې خپلې ژمنې عملې کوي، نړيوالې تصدۍ انديښنې نه لري. نو د چين وارداتي نړيوال نندارتون ډېر زيات کسان راجلب کړي، له دې څخه څرګنديږي، چې د چين بازار د نړيوالو د ګډ پرمختګ لپاره رغنده رول لوبوي.