آيا په چين کي به د کرونا د نوي پېښو د مخنیوي تګلاره دوام ولري که نه؟
CRI2021-11-07 11:28:04
شريکول:

د چين د روغتيا ملي کمېټې د ناروغيو د کنټرول ادارې مرستيال وو ليانګ د نومبر پر ۶مه په يوې خبري ناسته کې د بهرنيو خبري رسنيو هغې پوښتنې ته ، چې په چين کې د کرونا نويو پيښو ته د نه اجازه ورکولو تګلاره پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ منفي اغيزه لري که نه؟ ځواب کي وویل، چې له څه باندې يو کال راهيسې چين تل د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی او ورکوي يې چې پر دې بنسټ يې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول کارونه تر سره کړي دي. چين په هراړخيزه توګه له بهر څخه د کرونا وبا د داخليدو او د هېواد په دننه کې د کرونا د نويو پيښو د مخنيوي تګلارې غوره کړي، چې عادی او دقيق کاري ميکانيزم يې جوړ کړی دی. له حقيقتونو او تجربو څخه څرګنديږي، چې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول لپاره د چين دغه تګلاره د هېواد له حالت او علمي اصولو سره سمون لري، دغه راز چين په ښه توګه د کرونا وبا د وقايي او کنټرول کارونه او د اقتصادي اوټولنيز پرمختګ چارې تنظيم کړې دي.