د افغانستان کوچني جلغوزي او د چين لوی بازار
CMG2021-11-07 21:13:22
شريکول:


د چين مېډيا ګروپ خبريالانې غوټۍ او  وانګ بينګ بينګ او د سوداګريزو خبرتياوو مشهور کوربه لي جيا چي د نومبر د ۶ مې نېټې په شپه د ۲۰۲۱ م کال د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو په فيسټيوال کې په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې چينايانو ته د افغان جلغوزو د ورپېژندلو په حال کې دي.

د چين مېډيا ګروپ خبريالانو غوټۍ او وانګ بينګ بينګ او  د چين د انلاين سوداګريزو اعلانونو مشهور وياند لي جيا چي د نړۍ په درېيم لوی پولي مرکز او د چين په ختيځ  ښار  شانګهای کې د بېجينګ پر وخت د نومبر د شپږمې نېټې په شپه  په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې  خلکو ته د افغانستان، جاپان، تايلنډ او څو نورو اسيايي او افريقايي هېوادونو ۲۳ ډوله غوره توليدات او محصولات وروپېژندل. په دغه فيسټيوال کې د پلور لپاره   ۲۶ټنه افغان جلغوزي وړاندې شوي وو، چې يوازې په دوو ساعتونو کې ټول وپلورل شول او  په يادو ۲۳ډولو توليداتو او محصولاتو کې تر ټولو ښه د هرکلي وړ  وګرځېدل.

ياد فيسټيوال د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون يوه برخه وه او د چين مېډيا ګروپ  او د اسيايي او افريقايي هېوادونو د يو شمېر ارګانونو لخوا په ګډه جوړ شوی  و. د ياد نندارتون  او وياندويانو شهرت او له غوره توليداتو سره د چينايانو  شوق د دې سبب شو، چې په دغه درې ساعتني انلاين فيسټيوال کې ټول چمتو شوي توليدات او محصولات وپلور شي. د دې انلاين فيسټيوال  دکتوونکو شمېر ۴۲ ميليونه  او په دې فيسټيوال کې د پلورل شوو توکو عمومي ارزښت ۶۰ ميليونه يوانه (کابو ۹ ميليونه او ۳۷۸ زره ډالره) ښودل شوی دی.

په دغه فيسټيوال کې وړاندې شوي اسيايي او افريقايي توليدات او محصولات  ډېر ښه وپلورل شول او د چين په لوی بازار کې يې نومونه په چټکۍ خواره شول. چينايان افغان جلغوزي ډېر خوښوي، ځکه ښه خوند لري. د افغانستان جلغوزي به پخوا لومړی پاکستان ته ليږدول کېدل او  بيا به چين ته رسيدل او د چين په مارکيټ کې به د پاکستان د لويديځې برخې د جلغوزو په نوم خرڅېدل، چې په چيني ژبه کې په لنډه توګه (با شي ) تلفظ کيږي چې (با) د پاکستان او (شي) د لويديځ معنا لري.  دا چې برازيل هم په چيني ژبه کې ( با شي ) تلفظ کيږي، نو ځکه ډېری چينايان په تېروتنې سره افغان جلغوزي د برازيل جلغوزي بولي.


په دې فيسټيوال کې يوه وېډيو خپره شوه او چينايانو ته پکې د افغان جلغوزو ښه حاصلات ننداره شول

د چين او افغانستان د اړوندو ادارو تر ګډو هڅو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي مالونو د ليږدراليږد هوايي دهليز په ۲۰۱۸م کال کې پرانيستل شو او هغه مهال په لومړي ځل ۲۰ ټنه افغان جلغوزي د ځانګړې الوتکې له لارې چين ته وليږدل شول. د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ او د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په پراخېدو سره اوس د افغانستان زعفرانو او څو نورو غوره محصولاتو هم د چين لوی مارکيټ ته لار موندلې ده. د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو په فيسټيوال کې وياندویانو خلکو ته پدې اړه معلومات ورکړل او يوه وېډيو يې هم خپره کړه، چې د روان کال د اکتوبر په مياشت کې په پکتيا ولايت کې اخيستل شوې او د جلغوزو ښه حاصلات په کې ليدل کيږي. دغې ويډيو ډېری چيني کتوونکي حيران کړل ، چې (با سي) جلغوزي د برازيل نه، بلکې د ګاونډي افغانستان دي. د چين ميډيا ګروپ  وياندې غوټۍ  د انلاين فيسټيوال کتوونکو ته وويل، چې سږکال په افغانستان کې د جلغوزو ښه حاصلات شوي، خو د کرونا وبا او په دغه هيواد کې د سياسي بدلون او ځينو نورو لاملونو له امله يې پلور له ستونزو سره مخ شوی او له دې کبله ښايي ډېری افغان بزګران او بڼوالان پيسې ونه لري او و به نه توانيږي ، چې د روان سوړ ژمي د تېرولو لپاره د سوند مواد او خوراکي توکي واخلي.


په دې فيسټيوال کې يوه وېډيو خپره شوه او چينايانو ته پکې د افغان جلغوزو ښه حاصلات ننداره شول

جلغوزي د افغانستان له غوره صادراتي محصولاتو څخه دي او د دې هيواد د ځينو سيمو ډېری خلک د جلغوزو د راټولولو او پروسېس په چارو لګيا دي. له دغه انلاين فيسټيوال څخه  پنځه ورځې وړاندې، يعنې د نومبر په لومړۍ نېټه له کابل څخه ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهليز له لارې چین ته ورسېدل.  دا د اګست له ۱۵ مې نېټې راپدېخوا، چې په افغانستان کې لوی تحول راغلی، لومړی ځل دی چې د هوايي دهليز له لارې له دغه هيواد څخه بهر ته صادرات کيږي.

په داسې حال کې چې امريکا د افغانستان شتمني کنګل کړې، له دغه هيواد سره ډېرې بهرنۍ مرستندويې پروژې ځنډېدلي، د افغانستان اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له ډېرو ستزنزو سره مخ شوی او بشري ناورين پکې ورځ تر بلې سختيږي، نو چين ته د يادو افغان جلغوزو صادرات د افغانستان لپاره ډېر اهميت لري. په کابل کې د چين لوی سفير وانګ يو پر خپلې ټويټرپانې ليکلي، چې کوچني جغلوزي افغانانو ته نيکمرغي رسوي او چينايانو ته ښه خوند ورکوي او د جلغوزو هوايي دهليز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پُل دی.


په کابل کې د چين د سفير ټوېټرپانه

اوس دغه جلغوزي چې د هوايي دهليز له لارې له افغانستان څخه تازه چين ته رسېدلي، نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو نوی پرمختګ يې انعکاس کړی، بلکې له نورو غوره اسيايي او افريقايي توليداتو او محصولاتو سره يې په ياد فيسټيوال کې د چين د لوی او پرانيستي بازار جذابيت هم احساس کړی او څرګنده کړې يې ده، چې چين نړيوال اقتصاد ته پرمختګ ورکوي .


ښاغلي یحيی خان ځدراڼ له سي سي ټي وي سره د مرکې په حال کې

د افغانستان د جلغوزو اتحاديې رئيس يحيی خان  ځدراڼ د چين مېډيا ګروپ ته مننليک  ليږلی او پکې يې ويلي دي، چې  نن ورځ افغانستان د بل هر وخت په پرتلې د تاريخ په حساس پړاو کې قرار لري، نو په دې پړاو کې د ګاونډيو او سیمو هېوادونو ملاتړ د افغانانو لپاره تر هرڅه  ډېر فوق العاده اهميت لري، دا هغه ټکی دی، چې د ملتونو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکل کيږي.


د چين مېډيا ګروپ ته د افغانستان د جلغوزواتحاديې مننليک

د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې لومړی نندارتون دی، چې وارداتو ته پکې بازار موندنه کيږي. دغه نندارتون په لومړي ځل ۲۰۱۸م کال کې جوړ او اوس هر کال يو ځل ترسره کيږي او د بهرنيو سوداګرو لپاره د چين لوی بازار ته د تګ دروازه بلل کيږي.


 افغان سوداګر له سي سي ټي وي سره د مرکې پر مهال وويل چې هغه چين ته د افغان جلغوزو د صادراتو له امله ډېر خوښحال شو او هيله يې څرګنده کړه، چې د جلغوزو د پلورلو لپاره زيات فرصتونه پيدا شي.

د  تېرکال په نړيوال وارداتي نندارتون کې بېلابېلو ګډون کوونکو تصديو د ۷۲ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګريز قراردادونه لاسليک کړل، چې د وړم کال د نندارتون په پرتله ٪۲.۱ زياتوالی ښيي. له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د ترسره شوو درېيو نندارتونو پر مهال د لاسليک شوو قراردادونو عمومي ارزښت کابو۲۰۱ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونه ډالره ښودل شوی دی.

 په سږني نندارتون کې د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې ۳ زره تصديو ګډون کړی دی چې د تېر کال په پرتله ٪۳۰ زيات شوی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سږني نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل، چې چين د ورخلاصون تګلارو په رڼا کې ډېر پرمختګونه کړي  او هيله يې وښوده، چې نور هېوادونه هم د چين د ورخلاصون له تګلارې څخه ګټې واخلي.  نوموړي  ژمنه وکړه، چې چين به د ورخلاصون هڅو ته دوام ورکړي او له نورو هېوادونو سره به د پرمختګ زيات فرصتونه شريک کړي او له خپلو ګاونديو هېوادونو څخه به زیات تجارتي توکي وارد کړي.  چين يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس لري، چې پکې  څلور سوه ميليونه تنه د منځني عايد لرونکي دي. که چين په مداومه توګه له نورو سره خپل بازار شريک کړي، نو دغه لوی بازار به له شک پرته د نورو هېوادونو د عامو خلکو لپاره ډېر ګټور وي.