د چين د بهرنيو اسعارو د زيرمې اندازه ۳۲۱۷ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې
cri2021-11-08 10:47:34
شريکول:

د چين د بهرنيو اسعارو ملي ادارې د نومبر په ۷مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د روان کال د اکتوبر تر پايه پورې د چين د بهرنيو اسعارو د زيرمې اندازه ۳۲۱۷ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې دغه اندازه د تېر سپتمبر د پای په پرتله ۱۷ ميليارډه امريکايي ډالره يعنې صفر اعشاريه ۵۳ سلنه زياته شوې ده.

د چين د بهرنيو اسعارو ملي ادارې مرستيالې او مطبوعاتي وياندې وانګ چون اينګ په دې اړه وویل چې په تېر اکتوبر مياشت کې د چين د بهرنيو اسعارو بازار خپل ثابت حالت ساتلی او اړوندې معاملې يې عموماً په منظم ډول تر سره شوې دي.