د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي حجم ٢٢.٢ سلنه زيات شوی
cri2021-11-08 14:26:36
شريکول:

د چين د ګمرکونو عمومي ادارې د نومبر په اوومه نېټه اعلان وکړ چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۱.۶۷ ټریلیونو يوانو ته رسيدلی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲.۲ سلنه زياتوالی ښيي او د پرله پسې پرمختګ سرعت يې دوام موندلی دی. په يادې جملې کې يې صادراتي ارزښت ۱۷.۴۹ ټریلیون یوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲،۵ سلنه زیاتوالی ښيي او وارداتي ارزښت یې ۱۴.۱۸ ټریلیون یوانه ښودل شوی دی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱.۸ سلنه زیات شوی دی.